‏د افغانستان اسلامي امارت په پاکستان کې د وروستیو درنو اورښتونو او تندر له امله اوښتو ګڼو ځاني او مالي زیانونو په اړه د پاکستان حکومت او ولس په ځانګړي توګه د قربانیانو کورنیو ته د تسلیت د مراتبو په وړاندې کولو سره خپله ژوره خواخوږي څرګندوي.

د الله متعال له دربار څخه شهیدانو ته جنتونو او ټپیانو ته د عاجلې شفاء غوښتنه کوي.