په دې ناستې کې چې د اسلامي همکارۍ سازمان د بشر حقونو، ښځو چارو او ټولنيزو چارو سازمانونو مسؤولينو هم پکې ګډون درلود، د حکومتولۍ په بېلابېلو ډګرونو کې د اسلامي امارت په لاس ته راوړنو، د اسلامي همکارۍ سازمان په ناستو کې د افغانستان د استازولۍ، د افغانستان په اړه د ياد سازمان د پرېکړه ليکونو او مخکېنيو ليدنو په ترڅ کې شويو پرېکړو او نورو موضوعاتو په اړه خبرې وشوې.
د بهرنيو چارو وزير په هيواد کې د وينې تويېدنې د ختمېدو، د امنيت ټينګښت، د داعش ډلې د له مينځه وړلو؛ د روغتيا، ښوونې او روزنې، سوداګرۍ او نورو برخو کې د مېرمنو د فعالې ونډې، او د ښځو د اساسي حقونو د تأمين په اړه د اسلامي امارت د مشرتابه د پاملرنې؛ د کونډو، يتيمانو او نورو اړمنو سره د اسلامي امارت له خوا د دوامداره مرستو او نورو موضوعاتو په اړه معلومات وړاندې کړل.
ښاغلي طارق علي بخيت د اسلامي همکارۍ سازمان د سرمُنشي د احتراماتو له لېږدولو وروسته وويل چې دا ليدنه له افغانستان سره د ياد سازمان د رغنده تعامل د هغې تګلارې برخه ده چې د افغانستان د اسلامي امارت په اړه یې خپله کړې. نوموړي د امنيت، مخدره موادو او فساد پر ضد مبارزې او نورو برخو کې د اسلامي امارت د هڅو او لاس ته راوړنو ستاينه وکړه او د افغانستان اسلامي امارت او د ياد سازمان د غړو هيوادونو تر مينځ يې د مستقيم تعامل او تفاهم پر اړتيا ټينګار وکړ.
د اسلامي همکارۍ سازمان د بشر حقونو د ځانګړي کميسيون مشرې، آغلې نورة د ثبات، سولې او حکومتدارۍ په برخې کې د اسلامي امارت د لاس ته راوړنو او برابرو شويو فُرصتونو له کبله مننه وکړه.
ور پسې د اسلامي همکارۍ سازمان د کورنۍ او فرهنګي چارو عمومې رئيسې، آغلې دکتورة آمينه په بېلابېلو برخو کې د تر لاس لاندې پروژو په اړه معلومات وړاندې کړل او ويې ويل چې دوی د افغانستان له لومړيتوبونو سره سم هر ډول مرستو کولو ته چمتو دي.
د ښځو د وړتيا جوړونې د سازمان مشرې، آغلې دکتورة أفنان، وويل چې په افغانستان کې د دوی د سترګو ليدلی حال له هغه انځور نه متفاوت دی چې د بهرنيو رسنيو له خوا وړاندې کيږي او د هغو فُرصتونو له کبله يې د خوښۍ څرګندونه وکړه چې د حکومت له خوا د تعليم، صحت، او کاروبار په برخو کې برابر شوي.
په پای کې، د بهرنيو چارو وزير هغوی ته د اسلامي امارت په استازيتوب د هر ډول همکارۍ ډاډ ور کړ او ويې ويل چې اسلامي امارت د فلسطين د قضيې په ګډون د اسلامي نړۍ اړوندو ټولو قضاياوو کې له ياد سازمان سره هر ډول مرستې ته چمتو دی.