د بهرنیو چارو وزارت له معین سره د چین سفیر وکتل

د کتنې پر مهال دواړو لوریو د افغانستان او چين هېوادونو د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو د لا پراختیا په تړاو خبرې وکړ. او ټينګار يې وکړ چې افغانستان او چين ګاونډي هېوادونه دي د ګاونډيو تر منځ ښې او مثبتې اړيکې د دواړو لپاره مهمه اړتيا ده كومه چې د پوره کولو لپاره يې بايد ګډې هڅې لا پراخه او دوامداره شي.

د بهرنیو چارو وزارت معین د سږ کال د شانګاهي غونډو ته د افغانستان د بېلا بېلو پلاوو د بلنې ترڅنګ, د چین له دوه اړخيزو او بشري همکاریو په ځانګړي ډول د افغان مهاجرينو سره د دوی د مرستو مننه وکړه.
ښاغلي ژاو شېنګ وويل چې له افغانستان سره د يو ګاونډي هېواد په توګه چين خپلو اړيکو پراخولو او پياوړي کولو ته په ځانګړي ارزښت قايل دي