د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال ډاکتر محمد نعیم د افغانستان لپاره د بې پولې ډاکترانو له مشر ښاغلي میکېل لوپۀ سره وکتل
په دې کتنه کې د روغتیايي خدماتو د پراختیا او د راستنو شوو کډوالو لپاره د لازمو اسانتیاوو پر برابرولو بحث وشو.
ډاکتر نعیم د یادې ټولنې بشردوستانه هڅې وستایلې او زياته يې کړه; اسلامي امارت روغتیايي سکټور ته جدي پاملرنه کړې او د مشرتابه د فرمان پر بنسټ د هېواد په ټولو ولسوالیو کې د روغتیايي مرکزونو د جوړېدو بهیر روان دی.
ښاغلي لوپۀ د اسلامي امارت په ځانګړي ډول وزارت خارجه د ښې هماهنګۍ او همکارۍ له امله مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ، چې د مور او ماشوم روغتیا او هم د روغتیايي کادرونو د ظرفیت لوړونې په برخو کې به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.