د “مرکزي او جنوبي اسیا ترمنځ د نښلون په اړه د ترمذ خبرو اترو” غونډه کې، د بهرنیو چارو د مرستیال وزیر وینا

په ترمذ کې د “سولې، دوستۍ او سوکالۍ” کنفرانس ته

د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال وینا

ترمذ – ازبکستان

19 ـ 22 می/ 2025

بسم‌الله الرحمن الرحیم

د ازبکستان جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت سیاسی مرستیال، محترم بهرام جان آلویف؛

د ازبکستان د ولسمشر په مشرۍ د ستراتیژیکو او سیمه­ییزو مطالعاتو د انسټیټیوټ رییس محترم ایلدار اریپوف؛

د مرکزي او جنوبي آسیا هېوادونو لوړ پوړو استازو،

د نړیوالو سازمانونو او اقتصادي ادارو استازو،

السلام علیکم و رحمة الله و برکاته!

دا د ویاړ ځای دي، چې نن په دې مهمه او ارزښتناکه غونډه کې د افغانستان د خلکو او اسلامي امارت په استازیتوب ګډون کوم. اجازه راکړئ، چې لومړی د دوست، ورور او ګاونډي هېواد، ازبکستان له جمهوریت څخه د “سولې، دوستۍ او سوکالۍ د ګډې فضا رامنځته کول” تر سرلیک لاندې د دې سیمه­ییز ډیالوګ د رغنده نوښت او پام وړ کوربه توب څخه صادقانه مننه او قدرداني وکړم.

نن مونږ په داسې سیمه کې ژوند کوو چې د ننګونو سره سره، پکې د همکارۍ، اتصال او اقتصادي سوکالۍ لپاره پرا امکانات رامنځته شوي. افغانستان، د آسیا زړه او د مرکزي او جنوبي آسیا ترمنځ د طبیعي پل په توګه، تل هڅه کړې چې په سیمه­ییزو
او نړیوالو بهیرونو کې فعال او مثبت رول ولوبوي. مونږ باور لرو چې سیمه­ییزه همکاري به نه یوازې زمونږ ملتونو ته، بلکې نړیوالې سولې او ثبات ته هم ګټه ورسوي.

په دې وروستیو کلونو کې، د افغانستان اسلامي امارت او د ازبکستان جمهوریت ترمنځ اړیکې په مختلفو برخو کې د پام وړ او بې­ساري پراختیا شاهدې دي. د تاریخي، کلتوري او جغرافیایي مشترکاتو څخه په ګټې اخیستنې سره، دواړو هېوادونو د زیربناوو، انرژۍ، ټرانزیټ او کرنې په برخو کې ګڼ­شمېر ګډې پروژې پلي کړې دي. د دې پروژو په منځ کې د افغان –  ټرانس رېل پټلۍ جوړول هم شامل دي، کوم چې د مرکزي آسیا او سویلي آسیا په نښلون کې مهم رول لوبوي. همدارنګه، د سرخان­دریا ولایت څخه پلخمري ته د ۵۰۰ کیلوولټه برېښنا لېږد پروژه به په افغانستان کې انرژۍ ته د لاسرسي ظرفیت د پام وړ لوړ کړي.

د کرنې په برخه کې، دواړو هېوادونو د عصري ټیکنالوژیو په کارولو سره د کرنیزو محصولاتو د ګډ کښت لپاره پلانونه پیل کړي دي. سربېره پردې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د انرژۍ، کرنې او صنعتي برخو کې د ۲.۵ ملیاردو ډالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک شوي دي. دا همکارۍ د افغانستان اسلامي امارت او د ازبکستان جمهوریت د دوامداره پرمختګ، د سیمه­ییز ثبات پیاوړتیا او د دواړو هېوادونو د خلکو د هوساینې لپاره د ګډو ظرفیتونو څخه د ګټې اخیستنې په اړه د ګډې ژمنې ښکارندویي کوي.

د افغانستان اسلامي امارت بهرنۍ پالیسي متوازنه او په اقتصادي اصولو، سیمه­ییزې همکارۍ او متقابل درناوي ولاړه ده. مونږ ټینګار کوو چې د افغانستان خاوره به د هيڅ بل هېواد پر ضد ونه کارول شي او له نورو څخه هم ورته تمه لرو. مونږ غواړو چې افغانستان د اتصال، سوداګرۍ، ټرانزیټ او کلتوري همکارۍ لپاره د یو داسې پلیټ­فارم په توګه وکارول شي چې ټولو ته ګټه ورسوي.

د افغانستان اسلامي امارت چمتو دی چې په ټولو سیمه­ییزو نوښتونو؛ په شمول د زېربنایي پروژو، ټرانسپورټ، انرژۍ لېږد، سوداګرۍ، تعلیم، اقلیمي بدلون، او دوامداره پراختیا کې فعاله ونډه واخلي. مونږ په ټوله سیمه کې د متوازن پرمختګ غوښتنه کوو او په دې باور یو، چې خبرې­اترې، تفاهم او باور جوړونه د هر ګډ پرمختګ اساس دی.
مونږ په نړیواله ټولنه، سیمه­ییزو هېوادونو، نړیوالو سازمانونو او مالي ادارو غږ کوو چې افغانستان ته د یو باوري ملګري په توګه وګوري او د دوامداره پراختیا، زیربنایي پانګونې، ظرفیت لوړونې، د افغانانو اقتصادي هوساینې او ودې لپاره په اغیزمنه توګه همکاري وکړي.

د افغانستان اسلامي امارت له دې غونډې څخه چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د پرېکړې په رڼا کې د مرکزي او جنوبي آسیا ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا په اړه ترسره کېږي، کلک ملاتړ کوي. مونږ دا غونډه د هېوادونو ترمنځ د نظرونو د تبادلې، متقابلې پېژندنې او د عملي همکاریو د رامنځته کولو لپاره یو مهم فرصت ګڼو.

په پای کې، غواړم یو ځل بیا د ازبکستان له جمهوریت څخه د دې ارزښتناکې غونډې د تنظیمولو له امله مننه وکړم، او هیله مند یو، چې د دې خبرو اترو پایلې به د سیمې هېوادونو او د هغوی د ملتونو لپاره د غوره او روښانه راتلونکي لاره هواره کړي.

په درنښت