د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د اشغالګر اسراییلي رژیم له لوري د غزې د ټولي سیمې د نیولو پرېکړه په سختو ټکو غندي او دا یوه خطرناکه او د اندېښنې وړ پرېکړه بولي چې د جګړې د غځېدا او پراختیا لامل به شي او د فلسطیني ولس بشري کړکېچ به لا زیات کړي.
د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزارت پر نړیوالو مؤثرو لوریو په ځانګړې توګه د سیمې پر اغېزناکو هېوادونو غږ کوي چې په دې اړه خپل قانوني او اخلاقي مسؤولیت ادا کړي او پرېنږدي چې غزه کې واردمخه بشري کړکېچ لا پراخ او خونړی شي او ژر تر ژره باید غزې تړانګې کې د اوربند او د بشري مرستو د داخلېدو لپاره زمینه برابره شي.