د ملګرو ملتونو پرېکړه‌لیک ته د ا.ا.ا. د بهرنيو چارو وزارت غبرگون

د ملګرو ملتونو د عمومي مجمع له لوري “د افغانستان د وضعيت” تر نامه لاندې ناستې او اړوند A/79/L.100 ګڼه پرېکړه ليک په اړه د ا.ا.ا. د بهرنيو چارو وزارت د وياند څرګندونې
د افغانستان اسلامي امارت په پورتني پرېکړه‌ليک کې په افغانستان کې د امنيت د ټينګښت، له مخدره موادو سره د مبارزې په ډګرونو کې د اسلامي امارت د لاسته‌راوړنو ستاينه، د افغانستان له خلکو سره د بشري او اساسي اړتياوو په برخه کې د مرستې،‌ او د افغانستان د اقتصادي ودې پر وړاندې د پرتو خنډونو د لرې کولو، او هيوادونه له افغانستان سره له خپلمنځي سياليو پرته مثبت تعامل ته رابلل مثبت ارزوي.‌

ورته مهال په ياد پرېکړه‌ليک کې د ځينو ادعاوو او تورونو په اړه د ملګرو ملتونو سازمان ته لاندې واقعيتونه ور يادوي:
لومړی: په پرېکړه ليک کې د ملګرو ملتونو د مخکېنيو پرېکړه‌ليکونو، راپورونو او ارزونو تائيد او د هغو پر اساس استدلال، په ځانګړي ډول د امنيت او بشري حقونو په برخې کې، د ځينو هيوادونو تر فشار او فرمايش لاندې د چلند او له ځمکنيو واقعيتونو د انکار پر منهج ولاړ روايت تسلسل دی.

دوهم: سره له دې چې پرېکړه‌ليک د افغانستان د وضعيت په اړه دی، او د افغانستان له اسلامي امارت څخه پکې په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ غوښتنه شوې، مګر نه د تسويد او نه هم د تصويب پر مهال د افغانستان اسلامي امارت نظر اخيستل شوی،‌ چې دا په خپله د پرېکړه‌ليک د بېلابېلو برخو د کره‌توب او عمليتوب په اړه پوښتنې پيدا کوي.
درېيم: سره له دې به هم د افغانستان اسلامي امارت د ياد پرېکړه‌ليک سپارښتنې او غوښتنې د اسلام مبارک دين د لارښوونو، او ملي منافعو په چوکاټ کې وارزوي او د ممکنه همکارۍ موارد به پکې تشخيص کړي.