د ا.ا.ا. د بهرنيو چارو وزارت، د اسرائيلي رژيم د بريدونو په ادامه، د ايران اسلامي جمهوريت پر اتومي تأسیساتو د امريکا متحده ايالتونو بریدونه غندي او له دې سره په سيمه کې د بېثباتۍ د لا پراختيا اندیښنه څرگندوي.
د بهرنيو چارو وزارت د ايران اسلامي جمهوريت د ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا نقض د نه منلو گڼي او له لوريو غواړي چې د ستونزې د حل په موخه ديپلوماسۍ ته فرصت ورکړي.