د بهرنیو چارو وزیر سره د امریکا د ولسمشر ځانگړي استازي وکتل

د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزیر محترم مولوي امیر خان متقي سره نن د بندیانو په چارو کې د امریکا متحده ایالتونو د ولسمشر ډونلډ ټرمپ ځانګړي استازي اډم بولر په مشرۍ پلاوي، چې د افغان سولې لپاره د متحده ایالتونو پخوانی ځانګړی استازی ډاکټر زلمی خلیلزاد هم په کې و، وکتل.
په دې ناسته کې د دواړو هېوادونو د دوو اړخیزو اړیکو د پراختیا پر لارو چارو، د اتباعو پر مسایلو، او په افغانستان کې د پانګونې او نورو فرصتونو په تړاو هراړخیزې خبرې وشوې.

دواړو لوریو ټینګار وکړ چې دوو اړخیزو اړیکو کې پر شته او راتلونکو بیلابیلو موضوع‌ګانو، په ځانګړې توګه د هغو اتباعو په اړه چې یوه او بل هېواد کې بندیان دي، خبرو ته ادامه ورکوي.
د هېواد د بهرنیو چارو وزیر په سر کې د دواړو لوریو ترمنځ دوحه کې پخوانیو مذاکراتو ته په اشارې سره وویل، اوس د دې ښه فرصت برابر شوی چې اړیکې عادي حالت ته راوګرځول شي او دوو اړخیزو اړیکو کې داسې پېچلې ستونزې نه شته چې اواری یې ډېر ستونزمن وي.

د امریکايي پلاوي مشر هم پر خپل وار لومړی د هیواد په مشرقي ولایاتو کي د شویې زلزلې په اړه تسلیت ووایه او کابل ته یې خپل پخوانی سفر ګټور وباله او زیاته یې کړه چې دواړه لوري باید د تېرو مجالسو په تعقیب هلې ځلې وکړي، چي ښه نتایج تر لاسه شي.
د امریکايي پلاوي مشر زیاته کړه چې هېواد یې د ملتونو د انتخاب ازادۍ ته درناوی لري او نه غواړي پر افغانانو څه شی وتپي.
همداراز په نننیو خبرو کې د دوو اړخیزو اړیکو د پراختیا پر هغو فرصتونو هم خبرې وشوې چې د دواړو هېوادونو په ګټه وي.