د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر محترم مولوي امیر خان متقي د قطر دولت د بهرنیو چارو وزارت کې د دولت وزیر، محترم دکتور محمد بن عبدالعزیز الخلیفي سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
د هېواد د بهرنیو چارو وزیر د ورور هېواد قطر پر خاوره د اسراییلي ښکېلاکګر رژيم وروستي برید په کلکو ټکو وغنده او ډاډ یې ورکړ چې د افغانستان ولس او حکومت په دې حساسو شرایطو کې د قطر دولت او ملت ترڅنګ ولاړ دي.
مولوي امیر خان متقي څرګنده کړه، د نږدې دوو کلونو راهیسې په غزه کې د پرلهپسې نسلوژنې ترڅنګ، په دوحه کې د فلسطین پر مذاکراتي پلاوي د اسراییلي رژيم برید د نړیوالو قوانینو، عرفونو او ارزښتونو ښکاره نقض او له ټولو حدودو څخه تېری دی.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت دولت وزیر، ښاغلي دکتور محمد بن عبدالعزیز الخلیفي، د افغانستان اسلامي امارت له خوا د دې برید د غندنې او د قطر په ملاتړ د دریځ له امله مننه وکړه او دغه اقدام یې د ورورګلوۍ ښکاره نښه وبلله.
نوموړي په خپلو څرګندونو کې د حماس مقاومتي غورځنګ او د اسراییلي رژيم ترمنځ د مذاکراتو په تړاو د قطر د منځګړیتوب پر تګلاره هر اړخیز وضاحت وړاندې کړ او زیاته یې کړه چې برید داسې مهال ترسره شو چې د فلسطین پلاوي د اوربند پر طرحه خبرې کولې، چې دا په اصل کې د سولې پر هڅو او منځګړیتوب پر بهیر یرغل دی.
په پای کې د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې اسلامي هېوادونه باید د اسراییلي رژيم پر وړاندې یو متحد، جدي او معنا لرونکی دریځ خپل کړي.