د جاپان سفیر د بهرنیو چارو له وزیر سره د مخې ښې لیدنه وکړه

ښاغلي تاکويوشي کورمايا وويل: چې په افغانستان کې يې د ماموريت دوره پای ته رسېدلې ده او د ده پرځای به ښاغلی کینیچي ماساموتو د جاپان سفیر وي.
همدا ډول نوموړي د خپل ماموريت په دوره کې د افغانستان د مخ پر وده حالاتو اړوند د مثبتو تاثراتو او د سر تاسري امنيت او ثبات د لاسته راوړنو يادونه وکړه او هيله يې څرګنده کړه چې ځينې پاتي موضوعات بايد د مثبت تعامل او ډيالوګ په نتیجه کې حل او فصل شي.

د هيواد د بهرنيو چارو وزير د جاپان د سفیر په ښه توګه د ماموريت د سرته رسولو ستاینه وکړه او همدا راز يې د افغانستان او جاپان تر منځ په تاريخي او مثبتو اړيکو رڼا واچوله او په تېرو څلورو کلونو کې يې د اسلامي امارت او د سیمې او نړۍ تر منځ د مثبتو تعاملاتو يادونه وکړه.
همدا ډول د بهرنيو چارو وزير له افغانانانو سره د جاپان خواخوږي وستايله او په دې ورستيو کې له زلزله ځپلو سره يې د جاپان د مرستو مننه وکړه.