د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزارت اداري او مالي مرستیال دوکتور محمد نعیم سره د یونیسف مرستیال اجرایوي ريیس ښاغلي ټیډچیبان او یوشمېر استازو وکتل.
په دې کتنه کې د ماشومانو پر حقونو، پولیو ضد کمپاین، راستانه شویو کډوالو، د روغتيا تعلیم او يو لړ نورو بشري او ټولنیزو موضوعاتو بحث وشو.
دکتور محمد نعیم وویل، اسلامي امارت د ماشومانو روغتيا تعلیم، د کډوالو لپاره سهولتونه او بشري خدمتونه برابرول په خپلو لومړيتوبونو کې ګڼلي او عملا يې کار پرې کړی چې لا هم جريان لري
هغه مجبور او بې سرپرسته ماشومان سوالګري کوي راټولوي د تعليم زمينه ورته برابروي روزنه يې کوي او چې کورنۍ يې بې بضاعته وي له هغوی سره مرستې کوي
راستنيدو نکو افغان مهاجرينو ته ځمکې ور کوي
نوموړي زياته کړه چې په دې اړه نړيواله ټولنه او اړوند سازمانونه هم بايد خپل مسؤليت ادا او خپلو مرستو ته دوام ور کړي. بالخصوص له ايران څخه راستنيدو نکو افغان مهاجرينو سره د عاجلو او اوږدمهاله سهولتونو په برابرولو کې جدي هڅې وکړي
اړوند نړيوال سازمانونه چې کوم فعاليتونه په افغانستان کې تر سره کوي باید افغان کارکوونکو ته لومړیتوب ورکړل شي، له کورنیو تولیداتو گټه واخیستل شي او د ضرورت اړوند لوجستیکي مواد د هېواد په داخل کې وپېرل شي، همدارنګه نړیوالې مرستې لا منسجمې او هدفمندې کړل شي.
د افغان ولس کنګل شوې پيسې آزادې کړل شي ځکه دا د ولس بشري حق دی او په دې اړه اړوند جهتونه خپل مسؤليت اداکړي
ښاغلي چيبان د اسلامي امارت هڅې او همکارۍ وستایلې او ډاډ یې ورکړ؛ چې تعلیم، استوگنې، کرنې او اړوند نورو برخو کې به خپلو مرستو ته دوام ورکړي.