په دې مکالمه کې دواړو لوریو د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د لا پراختیا، اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا او د سیمې د عمومي وضعیت په اړه بحث وکړ.
مولوي امیرخان متقي څرګنده کړه چې د ا.ا.ا د سیمې په چارو کې ډیپلوماسۍ او تفاهم ته لومړیتوب ورکوي، او غواړي له خپلو ټولو ګاونډیانو سره د متقابل احترام، نه مداخلې او رغنده تعامل پر بنسټ اړیکې ولري. هغه زیاته کړه چې د ازبکستان په څېر د سیمې له هېوادونو سره مثبت تعامل د دې څرګندونه کوي چې افغان حکومت د ثبات، اقتصادي همکاریو او سیمهییز تفاهم ملاتړی دی.
ښاغلي بختیار سعیدوف د افغانستان له رغنده دریځونو او د سیمې د سولې او ثبات په برخه کې له ترسره شویو هڅو قدرداني وکړه. نوموړي وویل چې ازبکستان د سیمې ثبات د ټولو هېوادونو ګډ مسؤلیت ګڼي، او باور لري چې د هر ډول مداخلې پر ځای باید د تفاهم، اقتصادي همکارۍ او متقابل اعتماد فضا پیاوړې شي.