د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر څرگندونې ردوي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وروستۍ څرګندونې چې ګواکې د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزیر محترم مولوي امیر خان متقي له نوموړي سره په یوه ورځ کي شپږ ځله اړیکه نیولې ده، له واقعیت څخه لرې دي.

د حقیقت له مخې، د دواړو لورو تر منځ لومړۍ تیلیفوني اړیکه د متقابل تفاهم او همغږۍ په چوکاټ کې ترسره شوې وه. په دغه تماس کې ښاغلي اسحاق ډار له وضعیت څخه د ناخبرۍ څرګندونه کړې وه او ویلي یې وو چې د بشپړې خبرتیا وروسته به تماس نیسي. په همدې اساس، دوهم ځل هم مکالمه وشوه. له دې جریان یوه ورځ وروسته محترم ډار صاحب بیا د اړیکې هڅه وکړه، خو د بېلا بېلو وجوهاتو له امله اړیکه عملي نه شوه.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت څرګندوي چې د هیوادونو تر منځ د اړیکو بنسټ متقابل احترام او په واقعیتونو ولاړ تعامل دی. له همدې امله، دا ډول ناسمې څرګندونې د دواړو هېوادونو د متقابل درناوي او دیپلوماتیک تعامل له روحیې سره په ټکر کې دي.
د ا.ا.ا. تل هڅه کړې چې له ګاونډیو هېوادونو سره د احترام، تفاهم او مثبتو اړیکو پر بنسټ تعامل وکړي. هیله ده د پاکستاني حکومت لوړپوړي مسؤلین هم د خبرو پر مهال د حقایقو سم انعکاس ته پام وکړي.