په دې مکالمه کې دواړه لوریو د دوو اړخیزو اړیکو ترڅنګ د افغانستان او پاکستان ترمنځ استانبول کې پر وروستیو مذاکراتو هم خبرې وکړې.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خبرو اترو له لارې د ستونزې پر حل ټینګار وکړ او په دې تړاو یې د خپل هېواد له لوري د رغنده رول لوبولو وړاندیز وکړ.
د هېواد د بهرنیو چارو وزیر وویل، د ا.ا.ا. پلاوي د مشرتابه په ځانګړي هدایت او صلاحیت او په ښه نیت له پاکستاني لوري سره استانبول کې خبرو کې ګډون وکړ او زیاته یې کړه چې پاکستان سره د ستونزو حل ته د دیپلوماسۍ او تفاهم له لارې لومړیتوب ورکوي.
مولوي امیر خان متقي همداراز وویل، چې د خبرو درېیم پړاو کې پاکستانی لوری د هېڅ ډول مسؤولیت منلو ته چمتو نه و چې له امله یې ونتوانېدو چې ملموسې پایلې ته ورسېږو.