په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي او اقتصادي همکاریو پر لاپياوړتيا او د سیمې د وروستي وضعیت په اړه بحث وشو.
د بهرنيو چارو وزير څرګنده کړه، اسلامي امارت د ډيپلوماسۍ، تفاهم او متقابل احترام پر بنسټ له ګاونډیو او سیمهییزو هېوادونو سره د مثبتو اړیکو غوښتونکی دی او په دې لړ کې، له قزاقستان سره په سیاسي او اقتصادي اړیکو کي د پام وړ پر مختګ شوی.
د قزاقستان ځانګړي استازي د افغانستان رغنده دریځونه وستایل او ډاډ یې ورکړ، چې هېواد به یې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کي لازیاتي همکارۍ ته دوام ورکوي.هغه ټینګار وکړ، چې د سیمې ثبات د ټولو ګډ مسؤلیت دی، چې د اعتماد، ښه امنیت او اقتصادي همکاریو له لارې ترلاسه کېږي.