د بهرنيو چارو وزير سره دي ايران سفير وکتل

په دې ناسته کې پر دوو اړخیزو اړیکو او سيمه‌ييزو مسايلو خبرې وشوې.
د هېواد د بهرنیو چارو وزیر د امريکا او اسرائيلو له خوا د ايران پر خلاف تېری او په سيمه کې يې د جګړې د لمن پراختيا د ټولې سيمې په زيان وگڼله.
د بهرنيو چارو وزير همداراز د افغانستان او ایران ترمنځ دوه اړخيزه سوداګري مخ پر وده وبلله.
مولوي امير خان متقي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستي وضعيت په تړاو د ايراني چارواکو مثبت دريځ وستايه او د افغانستان اصولي دريځ يې بيان کړ چې د معنا لرونکو او رښتينو خبرو له لارې د‌ دواړو لوريو د معقولو غوښتنو د حل غوښتونکی دی.

د ايران سفير د امريکا او اسرائيلو له خوا د پيل کړې جګړې په تړاو د خپل هېواد دريځ او وروستی وضعيت شريک کړ.
همداراز ايراني سفير د افغانستان او ایران ترمنځ دوې اړخيزې همکارۍ، په ځانګړې توګه سوداګري مثبت وارزول.
ښاغلي علي‌رضا بيکدلي وويل، چې مشرتابه يې د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستی وضعيت له نږدې څاري او د سوله‌ييز حل غوښتونکی دی.