د ازبیکستان جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال محترم بابر عثمانوف د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر محترم مولوي امیرخان متقي سره وکتل.
دا لیدنه چې د افغانستان – منځنۍ آسیا د مشورتي خبرې اترې لومړنۍ ناستې په څنډه کې ترسره شوه، دواړو لورو د افغانستان اسلامي امارت او اوزبیکستان جمهوریت ترمنځ د اړیکو د لا پیاوړتیا په لارو چارو، فرصتونو او همدارنګه د سیمې د وضعیت په اړه خبرې اترې او د نظر تبادله وکړه.
د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزیر، محترم مولوي امیرخان متقي د ازبیکستان جمهوریت د لوړپوړي پلاوي څخه په پرونۍ غونډې کې د ګډون مننه وکړه او ټینګار یې وکړ چې د افغانستان او مرکزي آسیا د مشورتي خبرو اترو د ناستې په ترڅ کې د مطرح شوو نظریاتو او وړاندیزونو په رڼا کې، پر راتلونکو ګامونو په ګډه کار وشي.
د هېواد د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ د اړیکو پرمختګ مثبت وباله او د لا زیاتې همغزۍ پر پیاوړتیا یې ټینګار درلود.
ښاغلي بابر عثمانوف د دې سیمه ییز ابتکار د رامنځته کیدو څخه د ملاتړ او ستاینې ترڅنګ، د کابل او تاشکند ترمنځ د اړیکو د وروستیو پرمختګونو په اړه توضیحات وړاندې کړل او د لا زیاتو همکاریو بر دوام یې ټینګار وکړ.