‏نن د ا.ا.ا هيئت د بهرنيو چارو وزير محترم مولوي آمير خان متقي په مشري د اته هيوادونو (امريکا، بيرتانيه، ناروې، جرمني، اټاليه، قطر، فرانسه او اروپايي اتحاديه) خاص استازو سره اوسلو کې وکتل.

‏په خبرو کې په اقتصاد، بشري مرستو، امنيت، مرکزي بانک فعاليت، صحت او نورو اړوندو مسايلو بحثونه وشول.

خبرې وس هم روانې دي، چې بشپړ راپور به يې ورورسته نشر شي.