‏د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د سعودي عربستان په جده ښار کې د تیلو پر تاسیساتو او ملکي اهدافو په راکټي بریدونو خواشيني څرګندوي او ملکي اهداف په نښه کول غندي.

د افغانستان اسلامي امارت په دې باور دی چې دا ډول تحرکات د سیمې سوله او ثبات ګواښي او باید ودرول شي.