په دغه ناسته کې چې د معدن او پټرولیم وزیر محترم شیخ دلاور او اقتصاد وزیر محترم قاري دین محمد حنیف او د ایران د ولسمشر خاص استازی ښاغلي کاظمي قومي هم برخه لرله ناستو لوریو په افغانستان کې د اګسټ د ۱۵مې له تحول وروسته سیاسي، اجتماعي او اقتصادي وضعیت وارزوه.
مولوي امیر خان متقي په خپلو خبرو کې د حکومتولۍ، اقتصاد او امنیت په برخو کې د افغان حکومت دلاستهراوړنو په باب هراړخیزې خبرې وکړې.
دواړو لوریو هیله څرګنده کړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د شوو توافقاتو پلي کولو ته به په ګډه هڅې کوي تر څو له شته فرصتونو ګټه واخلي او د همسایه هیوادونو په توګه یو له بل سره همکار واوسي.