په دغه ناسته کې د مس عینک پروژې د عملي چارو د پیلولو په اړه اوږدې خبرې وشوې،شیخ دلاور صاحب وویل د مس عینک پروژې د عملي چارو د پيلولو لپاره په افغانستان کې ټول شرایط اماده شوي دي، هغه ټینګار وکړ چې پرته له ځنډه دي د یادي پروژې چارې پیل شي.
دغه راز شیخ دلاور صاحب ګڼ موارد یاد کړل چې د مس عینک پروژي ایم سي سي کمپنۍ دي د لیکل شوي قرارداد لمخې اجرآت وکړي او عملی لړۍ دې پیل شي.
شیخ دلاور صاحب وویل، هر هغه څه چې دقرارداد په متن کې راغلي دي اسلامي امارت ورته ژمن دی، هغه وویل د معدن-اطلاعاتو و کلتور وزارتونه په ګډه په یوه میکانیزم کار کوي تر څو د مس عینک کان په څنډه کې پراته تاریخي ابدات خوندي ځای ته انتقال کړي او د استخراج په مخ کې موانع لمنځه یوسي.
د مس عینک قراردادي کمپنۍ استازي وویل،په افغانستان کې د نوي حکومت په راتګ سره زمینه برابره شوه چې د قرارداد شوې پروژې عملي چارې پيل کړو، ده زیاته کړه چې په لنډ وخت کې به یو با صلاحیته تخنیکي او اقتصادي ټيم کابل ته ولیږي تر څو هغه موارد وڅېړي چې د پروژې تر پیلولو وړاندي ورته د څېړلو اړتیا ده.د ایم سي سي کمپنۍ استازي غوښتنه وکړه چې د افغانستان نوی حکومت دي د چینايي پانګوالو لپاره د یو میکانیزم لمخې هغوی ته د پانګونې زمینه برابره کړي تر څو چینايي سوداګر وکولای شي په افغانستان کې د اقتصادي پروژو په پیلولو سره پانګونه وکړي.