۲۰ ٱلْمُحَرَّم ۱۴۴۶

‏نن د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره د ایران سفیر ښاغلي بهادر امینیان وکتل.

د بهرنیو چارو وزیر په ایران کې د افغان مهاجرینو سره د شوي چلند په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ټینګار یې وکړ چې ایران کي خپلو مشرانو ته دا پیغام ورسوي تر څو ‏خپلو امنیتي او اړوندو ادارو ته له افغان مهاجرینو سره په سرحدي سیمو او ښارونو کې د ناسمو کړنو د مخنیوي په اړه لازمې لارښوونې وکړې.

ښاغلي متقي وویل؛ په ایران کې د افغان مهاجرینو سره ناسم چلند د دواړ هیوادونو په اړیکو او عام ذهنیت منفي اغیز کوي او د دواړو هیوادونو دښمنانو ته ‏د تخریب او اختلاف اچولو فرصت ور کوي، او زیاته یې کړه چې د افغان مهاجرینو له نوم څخه په استفاده هیڅ مجرم د ټولو د فکر، نیت او عمل نمایندګي نکوي.

د ایران سفیر د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د اندېښنو په اړه وویل؛ کله چې د امام علی رضا په مقدس حرم کې د چاقو په مټ ۲ روحانیون او یو‏خادم زخمي او ووژل شول له هغې وروسته ځینو مغرضو کړیو د یوې پلان شوې دسیسې له مخې په مطبوعاتو کې د دواړو دوستو او ګاونډیو هیوادونو د ولسونو تر منځ د کرکې او بدبینۍ د رامنځته کولو په هدف منفي تبلیغات پیل کړل.

ښاغلي بهادر امینیان په ایران کې افغان مهاجرین خپل مېلمانه وبلل او‏زیاته یې کړه چې له ۴۳ کالو را وروسته په ایران کې د افغان مهاجرینو سلوک ثابته کړې چې د ایراني ولس سره مینه او دوستانه تعامل لري.‏ایراني سفیر وویل؛ حکومت یې له افغان مهاجرینو سره د بد چلند نیت نه لري او تل هڅه کوي د دواړو هیوادونو اړېکې سره نږدې او باورمندې کړل شي، او زه به ستاسي پیغام خپلو مشرانو او حکومت ته ورسوم.