د ا. ا. ا. د بهرنیو چارو وزارت په خواله رسنیو کې هغه اوازې په کلکه ردوي چې ګواکې د افغانستان له خاورې څخه د ګاونډي هېواد ازبکستان پر ترمذ ښارګوټي راکټي بریدونه شوي. د افغانستان او ازبکستان پر پوله وضعیت عادي دی او هېڅ د اندېښنې وړ څه نه شته.

ا. ا. یو ځل بیا خپله ژمنه تکراروي، چې د یوه مسؤول حکومت په توګه خپلو ټولو ګاونډیو هېوادونو ته ډاډ ورکوي چې زموږ پوله‌ساتي ځواکونه په بشپړ جدیت سره له ګاونډیو هېوادونو سره د افغانستان پولې څاري او هېڅ چا ته اجازه نه ورکوي چې امنیت مختل کړي.