ایراني پلاوي د افغانستان او ایران تر منځ د هلمند د اوبو د ۱۳۵۱ کال د تړون پر تطبيق ټينګار وکړ، محترم متقي صاحب نوموړي پلاوي ته د يادې موضوع په اړه د ترسره شوو اقداماتو يادونه وکړه. دغه راز متقي صاحب په ایران کې د افغان تجارانو او مهاجرينو د ستونزو، د سرحدي کرښې سره د تړلو موضوعاتو او او ټرانزیټې ودې په اړه تفصيلي خبرې وکړې. ایراني پلاوي مشر ښاغلي محرابيان وویل چې په افغانستان کې د زېربنا په برخه کې کافي فرصتونه شته او اېران چمتو دی چې د انرژۍ په توليد، زراعت، اوبو رسونې او د کانونو په استخراج کې همکاري وکړي. دواړو لوريو ټينګار وکړ، چې افغانستان او اېران ګډ اقتصادي، کلتوري او ټولنيز مشترکات لري، هڅه بايد وشي، چې سيمهييز او نړيوال ناسالم رقابتونه يې د پرمختګ مخه ډب نه کړي. په ناسته کې د دوه اړخيزو اړيکو پر پياوړتيا، د ستونزو پر ډيپلوماتيک حل او د ورته ناستو پر دوام ټينګار وشو.