د بهرنیو چارو وزیر وویل، وخت رارسېدلی چې له ایران سره اقتصادي راکړه ورکړه زیاته شي او غوښتنه یې وکړه چې د تجارت او ترانزټ په برخه کي سهولتونه رامنځته شي، دغه راز متقي صاحب په ایراني بانکونو کې د افغان تجارانو په پولي حسابونو باندي د لګېدلو محدودیتونو د لیري کولو غوښتنه وکړه او په دغه برخه کي د افغان مهاجرینو او تجارانو ستونزې ورسره شریکي کړې. محترم متقي صاحب له ایراني پلاوي سره د ایران په زندانونو کې د افغان محبوسینو د خلاصون او برخلیک د معلومېدو په تړاو او افغان حکومت ته د سپارلو په باب هم خبرې وکړې، همداراز متقي صاحب په کرمان د رامنځته ته شویې حادثې او ترهغې وروسته پېښو په تړاو له ایراني پلاوي وغوښتل چې هیچا ته باید اجازه ورنکړل شي چې په داسي کړنو سره د داوړو هیوادونو روابطو ته زیان واړوي. د ایران د جمهور ريس خاص استازي ښاغلي قومي افغانستان ته د خپل سفر څخه خوښي وښوده او زیاته یې کړه چې په دې وروستیو کې افغان حکومت وښوده چې په هیواد کي یې سرتاسري امنیت تامین کړی او د افغانستان په ټوله جغرافیه تسلط لري، دغه راز نوموړي د متقي صاحب د غوښتنو او څرګندونو په تړاو سره وویل؛ لازم بولي چې د ایران-افغانستان ترمنځ د ټرانزیت او تجارت د ودې لپاره سهولتونه ایجاد کړي، ښاغلي قومي د افغان تجارانو د بانکي حسابونو په تړاو وویل، موږ دغه موضوع له خپل مرکزي بانک سره شریکه کړې ژر ده چې رامنځته شوې ستونزه حل شي، دغه راز نوموړي یادونه وکړه چې د افغان محبوسینو او افغان کارګرو د ستونزو په تړاو به له مربوطه ادارو سره د حل په پار ناستې ترسره کړي. د ناستې په پای کې هوکړه وشوه چې د یو شمیر موضوعاتو د حل په غرض به د افغان حکومت د بېلابېلو ادارو جوړ هیئت ایران ته سفر وکړي او هلته به له نژدې له کوربه چارواکو سره خپلې غوښتنې مطرح او شریکې کړي.