د افغانستان اسلامي امارت د هند دغه ګام ستايي چې غواړي په کابل کې د خپل سفارت د ډیپلوماټيکې استازولۍ کچه لوړه کړي، موږ به د امنیت تر څنګ د ډیپلوماتانو خوندیتوب ته هم زیاته پاملرنه او په چارو کي ښه همکاري ولرو.

افغان حکومت ھیله لري چې د ډيپلوماټیکې استازولۍ د کچې د لوړېدو او د ډيپلوماټانو له رالېږلو سرہ به د ھند او افغانستان اړیکې لا وغوړېږي؛ د ھند نابشپړي پروژې به بشپړي او پر نورو حیاتي پروژو به کار پیل شي.