نن د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره د مهاجرت د نړیوال سازمان عمومي مرستیالې اغلې اوګوچي ډینیلز او ورسره مل پلاوي وکتل.

د IOM مرستالې اغلې ډینیلز د بهرنیو چارو له وزیر څخه مننه وکړه چې له یاد سازمان سره یې همکارۍ کړې دي او هغوی ته یې د کاري فعاليت زمینه برابره کړې ده،اغلې ډینیلز افغانستان ته په خپل لومړي راتګ خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې دلته به بشري او انکشافي فعالیتونه او همکارۍ دوامداره او پياوړې کړي. د IOM مرستیالې څرګنده کړه چې سیاسي تحولات د دوی په فعالیت اغېز نلري او په بې پریتوب ډول به افغانانو ته خپل خدمات وړاندي کوي. د بهرنیو چارو وزیر دوی ته هر کلي او مننې وروسته وویل؛ د خوښۍ ځای دی چې د نوي حکومت په راتګ سره هیڅ افغان د سیاسي وجوهاتو له امله مهاجرت ته ندی اړ شوی او نه هم په داخل کې کومه کورنۍ د حکومت سره د مخالفت له کبله بې ځایه کېدو او کوچ کولو ته مجبوره شوې ده. متقي صاحب په افغانستان کې سرتاسري امنیت ته په اشارې سره وویل چې په تیر یوه کال کې نړیوالو مرستندویه ادارو ته په افغانستان کې هیڅ زیان ندی رسېدلی، هغه د نوي افغان حکومت د بشپړ کنټرول او شفافیت په تامین سره وویل، د ا یوکلن مزل ثابته کړه چې د هیڅ نړیوال خیریه بنسټ او مؤسسو په چارو کې د حکومتي چارواکو له لورې بیځایه مداخله نده شوې بلکې د تسهیلاتو په برخو کې ورسره همکارۍ شوې دي. متقي صاحب د IOM مرستیالې ته ډاډ ورکړ چې حکومت به ورسره پوره همکاري کوي او د دوی د بشري همکاریو له امله یې ځینې مننه وکړه، د بهرنیو چارو وزیر له اغلې ډینیلز او پلاوي غوښتنه وکړه چې په افغانستان کې د نوي حکومت په راتګ سره مثبت تغیرات په واقعي ډول تر نړیوالو وروسوي او خپل د سترګو لیدلي حالات ورسره شریک کړي.