نن له غرمې مخکې په کابل کې د روسیې سفارت د کونسلۍ څانګې دروازې ته څېرمه چاودنه وشوه چې له امله یې د روسيې سفارت دوه تنه کارمندانو په کې خپل ژوند له لاسه ورکړ او څو تنه مراجعین ټپیان شول.

د ا. ا. ا. د بهرنیو چارو وزارت دا پېښه په کلکو ټکو غندي او د روسیې حکومت، ولس او د قربانیانو کورنیو ته خپل د غمشریکۍ او خواخوږۍ مراتب وړاندې کوي. زموږ امنیتي ارګانونو د پښې په تړاو هراړخیزه څېړنه پیل کړې او د سفارت د لاخوندیتوب لپاره به لا زیات جدي ګامونه هم پورته کړي ترڅو دغه ډول احتمالي ګواښونه د سفارتونو کار له خنډ سره مخ نه کړي. د افغانستان ا. ا. د روسیې فدراتیف سره نژدې اړیکې لري او موږ اجازه نه ورکوو چې د دښمنانو دغه ډول منفي کړنې د دواړو هېوادونو پر اړیکو منفي اغېز وکړي.