د افغانستان د مرکزي بانک د اسعاري زېرمو په اړه د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د امریکا د متحده ایالتونو وروستۍ پرېکړه، چې له مخې يې د افغانستان د مرکزي بانک د اسعاري زېرمو یوه برخه (۳.۵میلیارده ډالر) سویس ته لېږدول کېږي او د افغانستان له استازو پرته په ځینو چارو کې لګول کېږي، د نړیوالو اصولو خلاف او د نه منلو اقدام بولي. اسلامي امارت د خپلو خلکو په وړاندې د یوه مسؤول حکومت په توګه د دې اقدام له میکانیزم سره خپل واضح مخالفت څرګندوي. د مرکزي بانک اسعاري زېرمه، لکه د بل هر هېواد په څېر، د افغانۍ د ثبات، مالي سیسټم د پیاوړتیا او نړۍ سره د سوداګرۍ د اسانتیا لپاره کارول کېږي. دا زېرمې په هېڅ ډول په نورو مصرفي چارو کې نه شي لګول کېدای. د افغان ولس د خوښې پرخلاف، په نورو چارو کې د دغو زېرمو لګول د افغانستان د اقتصادي ثبات پرخلاف د امریکا منفي اقدام ګڼل کېږي. د افغانستان اسلامي امارت په ډاګه کوي چې متحده ايالتونو سره په خبرو کې د مرکزي بانک استقلاليت، د مسلکي وګړو شتون، د درېيمې ادارې له خوا نړیوالو ته د امنیتي تهدیدونو تمويل سره د مبارزې او د پيسو وينځلو مخنيوى رژيم (AML/CFT) تطبيق څار ته ژمنتيا ښودل شوې او دا په اثبات هم رسېدلې ده. دا چې امریکا له موږ سره په دې تړاو د مذاکراتو تر نهایي کېدو او توافق له مخه اقدام کوي، ښکاري چي دا اراده یې د افغانانو د اقتصادي ثبات او ښېرازۍ پر خلاف ګام دی، او د افغانستان مرکزي بانک د ټولو ژمنتیاوو او نړیوالو مالي قوانینو رعايتولو سره سره بیا هم د افغان ولس شتمني بل هېواد ته په جبر د لېږد پرېکړه شوې؛ موږ په ټولو هغو افرادو او لوریو غږ کوو چې د داسې غیرقانوني او د افغان ولس پرخلاف ظالمانه عمل غندنه وکړي او په دې چاره کې د افغان ولس ملاتړ وکړي. موږ په دې مسئله کې دخيلو هېوادونو او ادارو ته د همدې اعلاميې له لارې خپل اعتراض وړاندې کوو او ياده موضوع له ډيپلوماتيکو لارو څارو. په افغانستان کې د بشري ناورین بنسټیز لامل د امریکا شل کلنه جګړه، د امریکا تر ملاتړ لاندې تېرې ادارې شل کلن اداري فساد او له تحول وروسته د امریکا له خوا د افغانستان مرکزي بانک پر اسعاري زېرمو او بانکي نظام بندیزونه دي، چې له ډېرو نويو راټوکېدلیو اقتصادي فرصتونو څخه یې د پانګوالو د ګټه پورته کولو مخه نیولې. که د افغان ولس د مشروع غوښتنو پرخلاف له اسعاري زېرمو ګټه اخيستل کېږي، اسلامي امارت مکلف دی چې د هر هغه فرد، موسسې او شرکت چې په دې غیرقانوني چاره کې مرسته کوي او د افغانستان مرکزي بانک له اسعاري زېرمو څخه د بشري مرستو په پلمه او نورو مواردو کې ناسمه استفاده کوي،په افغانستان کې جرمانه کړي او فعالیتونه یې وربند کړي. یو ځل بیا د امریکا پر متحده ایالاتو غږ کوو، چې د افغان ولس پر شتمنۍ او مالي معاملاتو بندیزونه لرې کړي تر څو افغانان وکولای شي چې ازادانه بانکي معاملې وکړي او خپل ملي اقتصاد پخپله پر پښو ودروي.