د ا. ا. ا. د بهرنیو چارو وزارت د قرغزستان او تاجکستان ترمنځ سرحدي نښتې د اندېښنې وړ بولي او پر اوښتو تلفاتو خپله خواشيني څرګندوي.

دغو نښتو دواړو غاړو ملکيانو ته هم ستونزې راولاړې کړي دي، په ځانګړې توګه د قرغزستان لوري ته زرګونه ملکيان کډې کولو ته اړ شوي دي. ملکي تلفات او د ملکيانو بې‌ځايه کېدل د خواشینۍ وړ دي. اسلامي امارت پر دواړو لوریو غږ کوي چې سرحدي ستونزې د مذاکراتو او تفاهم له لاري حل کړي. د نښتو دوام د ټولې سيمې پر امنيت او ثبات منفي اغېز لرلای شي. د پولې دواړو غاړو ولسونه بايد قرباني نه شي او یا بې‌ځايه کېدو ته اړ نه وېستل شي.