دا اعلان داسې مهال کېږي، چې روانه اوونۍ د دواړو هېوادونو لوړ پوړیو چارواکو په دوحه کې په مختلفو کچو تفصیلي ناستې لرلي او پر نژدې ټولو د پام وړ مسایلو خبرې اترې شوي دي. د امريکا متحده ايالتونه بايد په دوحه کې د وروستيو خبرو په پام کې نيولو سره مثبت ګامونه پورته کړي او په عمل کې هم وښيي چې اسلامي امارت سره د رغنده تعامل په لټه کې ده. دغه ډول پرېکړې، په دوو اړخیزو اړیکو منفي اغېز لرلای شي. د اختلاف وړ ټکي بايد د دیپلوماتیکو چاینلونو له لارې حل شي او پر داسې پرېکړو له سره غور وشي، چې دواړو لوریو په ګټه نه وي.