لکه څرنګه چې د اقليمي بدلون اغېزې سياسي سرحدونه نه پېژني، حل لارې يې هم بايد له سياسي ملحوظاتو مستقلې وي او د افغانستان په څېر هغه هيوادونه له پامه و نه غورځول شي چې د اقليم په بدلون کې يې هېڅ منفي ونډه نه ده لرلې، مګر له ناوړو اغېزو سره يې لاس او ګرېوان دي.يوازې سږ کال افغانستان ته د اقليمي بدلون د منفي اغيزو له کبله له دوه ميليارده ډالرو زيات زيان اوښتی.د دغه زيان جبيره، د نورو احتمالي زيانونو کمول او له ګواښ سره مخ ټولنو مقاومت لوړول په هيواد کې د اقتصادي ثبات تر راتګ پورې د نړيوالې ټولنې داسې پرمختيايي مرستې ته اړتيا لري چې زمونږ د ملي لومړيتوبونو په رڼا کې تر سره شي.