‏د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزارت معین الحاج شیر محمد عباس ستانکزي په ترکیه کې د ورستۍ زلزلې د قربانیانو د تسلیت په موخه په کابل کې د یاد هیواد سفارت له لورې جوړو شویو مراسمو کې ګډون وکړ او د افغانستان حکومت او خلکو په استازیتوب یې په پرانیستل شوي غمرازۍ کتاب کې د خواخوږۍ پیغام ثبت کړ.