د بهرنیو چارو وزارت په نوښت د «د افغانستان – منځنۍ اسیا مشورتي خبرې اترې»
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په نوښت «د افغانستان – منځنۍ اسیا مشورتي خبرې اترې» تر عنوان لاندې د دغه وزارت په ستوري ماڼۍ کې ترسره شوه.
غونډه د بهرنیو چارو محترم وزیر مولوي امیر خان متقي په مشرۍ ترسره شوه، چې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت معین بابر عثمانوف، د قرغزستان جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت معین غيرات تورسنکولوف او په کابل کې د تاجکستان، ترکمنستان او قزاقستان د هېوادونو سفیرانو د خپلو هېوادونو په استازیتوب ګډون وکړ.
د افغانستان د بهرنیو چارو محترم وزیر غونډې ته په پرانیستونکې وینا کې وويل چې د سیمهییزو پرمختګونو په اړه د نظرونو او مشورو تبادله، د ډیپلوماتیکو همغږیو پیاوړتیا او د افغانستان او مرکزي اسیا هېوادونو ترمنځ د ګډو همکاریو پراختیا د دغه غونډې مهم اهداف دي.
نوموړي زياته کړه چې د افغانستان اسلامي امارت بهرنی سیاست د توازن او اقتصاد محورۍ پر اصل ولاړ دی چې پر اسلامي ور ورولۍ، ښه ګاونډیتوب، متقابل احترام او همکارۍ ټینګار کوي او په دې پالیسۍ کې د منځنۍ اسیا هېوادونه ځانګړی ځای لري؛ د افغانستان او منځنۍ اسیا د هېوادونو اړیکې په ژورو تاریخي، جغرافیایي، دیني، کلتوري او ټولنیزو پیوندونو کې ریښې لري.
د هېواد د بهرنیو چارو وزیر همداراز وویل، د ځینو ویجاړوونکو عناصرو لکه داعش ډلې ګواښونه، د نشه یي توکو قاچاق او په سيمه کې پلان شوي جرمونه زموږ ګډې اندېښنې دي. د افغانستان امنیتي ځواکونو په دې برخه کې جدي ګامونه اخیستي او د هغو کسانو پر وړاندې یې پر وخت اقدام کړی چې غوښتل یې زموږ دوستانه اړیکې زیانمنې کړي.
غونډې ته د قرغزستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال غيرات تورسنکولوف وويل چې افغانستان د قرغزستان مهم ګاونډي دې چې زموږ په اقتصادي برنامو کې ځانګړی ځای لري؛ افغانستان سره د اقتصادي اړیکو پراختیا ته جدي یو او د ترهګرو د مخنیوي او د قاچاق پر وړاندې د افغان حکومت د مبارزې ملاتړ کوو.
نوموړي د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د ازادېدو غوښتنه وکړه او زياته يې کړه چې موږ پر هيوادونو د يو اړخيزو اقتصادي بندیزونو مخالف يو. ښاغلي تورسنکلوف د افغان چارواکو پر وړاندې بندیزونه ناکام او بې نتيجې وبلل او په وينا یې چې هېواد یې د افغانستان تر څنګ کلک ولاړ دی، او افغانستان یې په سيمه کې د سوادګرۍ لپاره يو مهم شريک یاد کړ.
ناستې ته د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت معین بابر عثمانوف په خپلو خبرو کې وویل چې افغانستان څخه باید د یوه پُل په توګه ګټه واخیستل شي؛ داسې پُل چې نږدې دوه میلیارده وګړي سره نښلوي او د پانګونې پراخ ظرفیتونه لري، نو له دغو ظرفیتونو باید اغېزمنه استفاده وشي.
عثمانوف زیاته کړه چې تېر کال د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۱.۷ میلیارده ډالرو ته رسېدلې وه، زموږ هدف دا دی چې په راتلونکو ۲ یا ۳ کلونو کې دغه کچه ۵ میلیارده ډالرو ته لوړه کړو.
د ترکمنستان سفیر خواجه عوضوف وویل چې د افغانستان اوسنی امنیت او ثبات بېساری دی. نوموړي ټینګار وکړ چې ترکمنستان د خپل بېطرفه سیاست له مخې د نړیوالې ټولنې له هغو هڅو ملاتړ کوي چې موخه یې د بنسټیزو زېربناوو رغول وي.
ښاغلي خواجه عوضوف زیاته کړه چې په نږدې راتلونکي کې به د افغانستان په اړه په ترکمنستان کې د ځینو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه جوړه کړي.
ناستې ته د تاجکستان جمهوريت سفیر سعدي شریفي وویل چې افغانستان کې سوله زموږ د بهرني سیاست له لومړیتوبونو څخه دی. نوموړي د افغانستان له امنیتي ځواکونو څخه ځانګړې مننه وکړه چې د دواړو هېوادونو ګډه پوله یې خوندي ساتلې ده.
هغه د چین په ارومچي ښار کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ له ناستې ملاتړ وکړ او زياته يې کړه چې ستونزې باید یوازې له سولهییزو لارو حل شي.
د قزاقستان سفیر ګازیز اکباسوف په خپلو خبرو کې وویل چې افغانستان د اقتصاد او ټرانزیټ له پلوه پراخ ظرفیتونه لري، او موږ ژمن یو چې دغه ظرفیتونه په دوامدار او اغېزمن ډول وده ومومي.
نوموړي زیاته کړه چې په وروستیو پنځو کلونو کې له افغانستان سره زموږ اقتصادي اړیکې په څرګند ډول پیاوړې شوې دي.
په پای کې د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو محترم وزیر، مولوي امیر خان متقي، څو مهم وړاندیزونه د غونډې ګډونوالو سره شریک کړل او زياته يې کړه چې دا څو اړخیز سیاسي میکانیزم، چې د دواړو لورو د لوړپوړو چارواکو په خوښه رامنځته شوی، باید پیاوړی او دوامداره شي؛ د افغانستان او مرکزي اسیا څېړنیز متخصصان دې په مناسب وخت کې ناسته وکړي او د دې نوښت په رڼا کې دې یوه لار نقشه او روډمپ جوړ کړي، او بیا دې د رامنځته شوي لارنقشې په چوکاټ کې:
د افغانستان او مرکزي اسیا د ګډو امنیتي ستونزو په اړه د مشترک امنیتي لیدلوري پر سر بحث او د نظر تبادله وشي؛
د دواړو لورو د تجارتي او ترانزیتي همکاریو لپاره دې مشترک لیدلوری او همغږي رامنځته شي؛
د اقلیمي بدلون د منفي اغیزو د مخنیوي لپاره دې ګډې هڅې وشي.
د غونډې ګډونوالو دغه نوښت اغيزمن وباله، د مولوي امیر خان متقي د وړاندیزونو ملاتړ یې وکړ او هوډ یې څرګند کړ چې په ګډه به د دې پر عملي کولو کار وکړي.