بلغاریا کې د یوې غمجنې پېښې له امله د شهید شویو افغانانو جسدونه هیواد ته را انتقال شول.

نن سهار هغه (۱۸) تنه هیوادوال چې د روان میلادي کال د فروري په ۱۷مه نېټه د بلغاریا پلازمینه صوفیا کې اروپا ته پر لار یې په یوه کانټینر کې د تنفس د کمښت له امله ژوند له لاسه ورکړی و، د اسلامي امارت د مسئولینو په هڅو د اریانا افغان هوایې شرکت له لاري یې جسدونه هیواد ته را انتقال او د عامې روغتیا وزارت د ځانګړو امبولانسونو په ذریعه خپلو سیمو ته ولیږدول شول.
د یادونې وړ ده چې د نوموړو شهیدانو د انتقال بهیر د بلغاریا هیواد د محکمې د فیصلې د تأخیر او د جسدونو انتقالوونکو شرکتونو ته د پیسو د لیږد په برخه کې د ظالمانه بانکي بندیزونو له امله له ځنډ سره مخامخ شو چې بالاخر د بهرنیو چارو وزارت او بلغاریا کې مېشت افغان سفارت په هڅو او دولتي مصارفو نوموړي شهیدان را انتقال او کورنیو ته تسلیم شول.
د ا.ا.ا. د پېښې له امله د قربانیانو کورنیو ته تسلیت وړاندې کوي او یو ځل بیا پر ټولو افغانان ږغ کوي چې د ناقانونه او قاچاقي لارو له امله خپل ژوند په خطر کې وانه چوي.