د بهرنیو چارو وزیر له خپل عماني سیال سره ټیلیفوني خبرې وکړې

په دې خبرو کې پر دوو اړخیزو اړیکو او د سیمې پر وروستیو تحولاتو د نظر تبادله وشوه.
دواړو لوريو په منځني ختیځ کې وروستي تحولات اندېښمنوونکي وبلل او د امريکا او اسرائيلو له خوا پر ايران تجاوز او د سيمې نورو هېوادونو ته د جګړې پراختيا یې د غندنې وړ وبلل.

همداراز دواړو لوريو د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر وروستي وضعيت هم د نظر تبادله وکړه چې په ترڅ کې يې د هېواد د بهرنیو چارو وزیر د پاکستان د تېريو او د افغانستان اسلامي امارت له خوا د متقابلو دفاعي اقداماتو په اړه د افغانستان د حکومت دريځ بيان کړ.
په پای کې دواړو لوريو د سيمه‌ييزو ستونزو د اواري په موخه د ډيپلوماسۍ د مسير پر انتخاب او د خبرو له لارې د ستونزو پر حل ټينګار وکړ.