د ا.ا.ا. د بهرنيو چارو وزارت د تاجکستان جمهوريت څخه د هرات زلزله‌ځپلو خلکو سره د بشري مرستو له امله مننه کوي او دا ګام یې د ډېرې ستاينې وړ بولي.

د دې مرستو لومړۍ جوپه چې تېره اوونۍ هرات ته ورسېده، پکې خوراکي توکي، پوښاک، درمل د بيارغونې او ځيني نور د بېړني وضعيت د اړتيا وړ توکي شامل دي.
دغه مرسته د تاجکستان د ولسمشر د استازي ښاغلي صاحب جان او په کابل کې د تاجکستان سفارت د دیپلوماتانو او مل پلاوي له لوري په هرات کي له زلزله‌ځپلو سره د مرستې رسولو کمیسیون غړو ته وسپارل شوه.