د پيټر او باربارا رېنولډز په نامه دوه تنه بريتانوي اتباع چې د افغانستان قوانين یې نقض کړي وو، له قضايي پروسې وروسته نن له بنده خلاص شول. د ا.ا.ا د اتباعو مسايلو ته له سياسي او يا د معاملې له زاويې نه گوري. هيله ده چې د اتباعو مسايل، خصوصا هغوی ته د کونسلي خدماتو وړاندې کېدل له سياسي ملاحظاتو پرته تضمين شي او افغانان هم چې هر چیرته وي کونسلي خدمات ورته ورسیږي.
همداراز په دې تړاو د قطر د ورور هېواد د منځگړيتوب له رښتينو هڅو او تسهيل څخه هم مننه کوو، چې د برتانیې له ځانگړي استازي ريچارډ لنډزي سره راغلي وو او ياد برتانوي اتباع ورته وسپارل شول.