د بهرنيو چارو وزير له خپل هندی سيال سره ټيليفوني خبرې وکړې

د هند د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي جې شنکر د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د تېرې شپې د زلزلې له امله د اوښتو زیانونو په پار غمرازي شریکه کړه او همدا ډول یې د عاجلو بشري مرستو چې په کې ۱۵ ټنه غذايي مواد شامل دي اسلامي امارت ته د تسلیمولو خبر ورکړ.

نوموړي زیاته کړه چې هیواد به یې ډیر ژر د دوا او غذا په برخه کې نورې اړینې مرستې هم وکړي.
د هیواد د بهرینو چارو وزیر د هند د بهرنیو چارو له وزیر ښاغلي جیشنکر څخه د دزلزلې په دې ناورین کې د غمشیریکۍ، خواخوږۍ او د افغانانو د لاسنیوي څخه مننه وکړه او اړمنو خلکو ته یې د یادو مرستو د پر وخت رسولو داډ ورکړ.
په پاې کې دواړو خواوو د دوه اړخیزو اړیکو په پیاوړتیا او سیمه ییزو مسایلو بحث وکړاو هند ته د بهرنیو چارو وزیر د وروستي سفر د پایلو په تعقیب یې ټینګار وکړ.