په اذربایجان کې یو شمېر افغان بنديان خوشي شول

د ا.ا.ا. بهرنيو چارو وزارت په ځانگړي هدايت په باکو کې د ا.ا.ا. سفارت د پرله‌پسې هڅو په پايله کې د ازربايجان جمهوریت مشرتابه د حکم په اساس ١٤ تنه افغان بندیان خوشې شول.
د بهرنيو چارو وزارت د اذربایجان جمهوریت او اړوندو ادارو له همکارۍ او بشردوستانه اقدام څخه مننه کوي او همداراز ډاډ څرگندوي، چې د افغان بندیانو د قضیو د تعقیب او حل لړۍ به روانه ساتي.