د بهرنيو چارو وزارت د دعوت او ارشاد رياست له لوري په هېواد کې د کوکنارو کښت د ممنوعیت په هکله د عاليقدر اميرالمؤمنين شيخ القرآن والحديث مولوي هبة الله اخندزاده (حفظه الله تعالی) د ۳۱مې ګڼې فرمان د تشريح او تبيين غونډه ترسره شوه.په دې غونډه کې د بهرنيو چارو وزارت مالي او اداري مرستيال دوکتور محمد نعيم، د وزارت رئیسانو، معاونينو او کارکوونکو ګډون کړی و.
غونډې ته د وزارت مالي او اداري مرستيال، د دعوت او ارشاد رئيس او يو شمېر علماوو دياد فرمان پر موخو، حقوقي او ټولنيزو اړخونو، نړيوال هرکلي او د نشهيي توکو د مخنيوي په برخه کې د اسلامي امارت پر پاليسۍ هر اړخيزه رڼا واچوله او د نشه يي توکو د کښت، تولید، قاچاق، او کارونې د مخنيوي په برخه کې يې د ياد فرمان د ارزښت، اغېز او لاسته راوړنو يادونه وکړه.
ښاغلي مالي او اداري مرستيال وويل دا چې نشه يي توکي يو اجتماعي ضرر دی نو مخنيوی يې هم اجتماعي مسئوليت دی د ټولنې هر فرد مسئوليت لري بالخصوص موږ او تاسو چې لومړی د خپل ځان او بيا د خپلې کورنۍ، دوستانو، چاپيريال او ټولنې په اړه فکر وکړو د عامه پوهاوي په برخه کې خپل مسوليت اداء کړو تر څو ټولنه مو له دې خطرناك مشکل څخه پاکه شي.
د نشه يې توکو لوی خطر او ضرر دا دی چې د ټولنې ځوان قشر هدف ګرځوي په داسې حال کې چې ځوانان د ټولنې د ملا د تير حيثيت لري کله چې ځوانان په دې مرض مبتلا کېږي په حقيقت کې د ټولنې ملا ماتېږي، له هر ډول پرمختګ او سوکالۍ څخه وروسته پاتې کېږياو دا په حقيقت کې د دښمنانو هيله او آرزو ده چې زموږ د ټولنې ځوان قشر هدف وګرځوي فلج يې کړي تر څو ټولنه مو وروسته پاتې وي نورو ته محتاجه وي د ابتکار، نوښت او خدمت وړتيا ترې سلب شي.ځکه خو موږ ټول بايد دې ټکي ته متوجه اوسو او خپل هېوادوال له دې خطرونو څخه خبر وساتو.
نوموړي زياته کړه چې د ياد فرمان اغېزمن او بشپړ پلي کېدل نه يوازې د ټولنې د روغتيا، امنيت او سوکالۍ لپاره مهم دي، بلکې د هېواد د پرمختګ، نړيوال اعتبار او د قانون د حاکميت د پياوړتيا په برخه کې هم ځانګړی رول لري. په همدې تړاو يې د ټولو اړوندو ادارو ترمنځ پر همغږۍ، ګډو هڅو او د فرمان د احکامو پر جدي او بشپړ تطبيق ټينګار وکړ.
د غونډې په پای کې يې له ټولو ګډونوالو وغوښتل، چې د نشهيي توکو پر وړاندې د عامه پوهاوي، مخنيوي او د اميرالمؤمنين (حفظه الله تعالی) د ۳۱مې ګڼې فرمان د احکامو د عملي پلي کېدو لپاره خپلې هڅې او همکارۍ ونه سپموي او په دې برخه کې خپل ديني او ملي مسؤوليت په غوره توګه ترسره کړي.