۱۸ رَمَضَان ۱۴۴۵

تير ماښام د ا.ا.ا بهرنيو چارو او اطلاعاتو او کلتور وزيرانو مولوي امير خان متقي او ملا خیرالله خیرخواه د قطر هيواد د کورنۍ او ټولنيزو چارو پرمختګ وزيرې آغلې مريم المسند او مل هيئت سره وکتل.

په کتنه کې آغلې المسند وويل چې ددې د وزارت د کار ساحه د يتيمانو، ښځو او معلولينو لپاره د کورني ژوند، کار، اقتصاد او تعليم برخو کې خدمات وړاندې کول او د خيريه بنسټونو د چارو تنظيمول دی، او دوئ آماده دي چې د افغانستان بيوزلو سره بشردوستانه کومکونه وکړي. د افغانستان بهرنيو چارو وزير ددوی د کار ساحه او مسووليت ډير دروند وباله او دعوت يې ورکړ چې افغانستان ته راشې، د ميرمنو، يتيمانو او معلولينو حالات له نيژدې وویني او په دې برخه کې د قطر خيريه بنسټونو له لارې ماشومانو، ميرمنو او نورو اړینو برخو کې خدمات وړاندې کړي. په پای کې پریکړه وشوه چې افغانستان ته د قطر هيواد هيئت راشي ترڅو وکولاي شي أفغانستان کې د خپل خيريه بنسټونو دفاتر خلاصولو او له بيوزلو سره د مرستو پيلولو ته لاره هاواره شي.