Ministry of Foreign Affairs of Afghanistan

۱۱ رَبِيع ٱلْأَوَّل ۱۴۴۵

‏د ا. ا. ا. د بهرنيو چارو وزير محترم مولوي امير خان متقي په مشرۍ به يو پلاوی د روانې ميلادي مياشتې په پای کې دوحې ته سفر وکړي او هلته به له امريکايي چارواکو سره پر اړوندو مسايلو خبرې اترې وکړي.

د افغانستان لپاره په دې خبرو کې د بنديزونو او تور ليستونو ختمول، د افغانستان د بانکي زېرمو ازادول او د افغانستان د هوايي حريم پر نقض بحثونه لومړيتوب ولري.

په دې سفر کې به افغان پلاوی د قطر دولت له ځينو چارواکو سره هم پر دوو اړخیزو اړیکو خبرې وکړي.

Read Previous

‏د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزارت، په تهران کې د افغان سفارت او زاهدان کې د هیواد جنرال کونسلګرۍ په ځانګړو هڅو ٣٢ افغانان چې ماشومان هم پکي شامل وو د ایران په زاهدان ښار کي د ځایي حکومت له لوري د قانوني اسنادو د نشتون له کبله نیول شوي وو.

Read Next

‏د ا.ا.ا. له بهرنيو چارو وزير محترم مولوي امير خان متقي سره له برتانيې څخه راغلو علماوو وکتل.

Leave a Reply