۲۰ ٱلْمُحَرَّم ۱۴۴۶

‏د ا. ا. ا. د بهرنيو چارو وزير محترم مولوي امير خان متقي په مشرۍ به يو پلاوی د روانې ميلادي مياشتې په پای کې دوحې ته سفر وکړي او هلته به له امريکايي چارواکو سره پر اړوندو مسايلو خبرې اترې وکړي.

د افغانستان لپاره په دې خبرو کې د بنديزونو او تور ليستونو ختمول، د افغانستان د بانکي زېرمو ازادول او د افغانستان د هوايي حريم پر نقض بحثونه لومړيتوب ولري.

په دې سفر کې به افغان پلاوی د قطر دولت له ځينو چارواکو سره هم پر دوو اړخیزو اړیکو خبرې وکړي.