‏د ا.ا.ا د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي د منځنۍ اسيا له سفيرانو او استازو سره وکتل.

په دې ناسته کې د ازبکستان او قزاقستان سفيرانو او د ترکمنستان او قرغزستان استازو ګډون کړی و.‏د بهرنيو چارو وزير د افغانستان او منځنۍ اسيا ترمنځ پر اړیکو، تجارت او اقتصادي اتصال خبرې وکړې او ټينګار يې وکړ چې له نوو فرصتونو څخه د ټولې سيمې په ګټه استفاده وشي.

د منځنۍ اسيا سفيرانو هم پخپل وار افغانستان سره د خپلو اړوندو هېوادونو د تجارت، ترانزيت، رېل پټلۍ او‏د افغانستان له لارې د انرژۍ د لېږد په برخه کې په ګډ کار او همکارۍ ټینګار وکړ.

په پای کې د یو لړ مشخصو موضوعاتو په اړه نظریات وړاندي شول او د عملي اقداماتو په لارو چارو او د ګډې سيمې د ښېرازۍ لپاره د ګډو هڅو ژمنه وشوه.

MFA _Afghanistan

Read Previous

‏د ا. ا. ا. د بهرنیو چارو وزارت په خواله رسنیو کې هغه اوازې په کلکه ردوي چې ګواکې د افغانستان له خاورې څخه د ګاونډي هېواد ازبکستان پر ترمذ ښارګوټي راکټي بریدونه شوي.

Read Next

‏د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي سره د قطر پلازمېنه دوحه کې د افغانستان لپاره د بریتانیې سفیر ښاغلي هيوګو شارتر وکتل.

Leave a Reply