د بهرنیو چارو وزیر سره د ایران سفیر وکتل

په دې ناسته کې په سیمه کې د نوي وضعیت او د افغانستان له لارې د ایراني حجاجو د لېږد په تړاو خبرې وشوې.
په سر کې د هېواد د بهرنیو چارو وزیر پر ایران د اسرییلي رژیم برید وغانده او دا اقدامات یې د نړیوالو قوانینو ښکاره نقض وګڼل.
مولوي امیر خان متقي وویل، افغانان د ایراني ولس ترڅنګ ولاړ دي او د ا.ا.ا. چمتو دی، چې د افغانستان له لارې د ایراني حجاجو د راګرځېدو په برخه کې مرسته وکړي.

د بهرنیو چارو وزیر وویل، د ریاست الوزراء د مقام له پرېکړې سره سم له سعودي څخه د افغانستان له لارې تلونکو حجاجو ته تر یوې میاشتې د ویزې معافیت په نظر کې نیول شوی او همداراز په هرات کې د ا.ا.ا. ارګانونو ته هدایت ورکړل شوی چې د ایراني حجاجو د خوندي لېږد لپاره ټولې لارې چارې په نظر کې ونیسي.

د ایران سفیر د وروستي وضعیت په تړاو د خپل حکومت دریځ بیان کړ او د ا.ا.ا. له خوا ایراني حجاجو ته د اسانتیاوو د چمتو کولو له امله یې مننه وکړه او دا یې د دواړو هېوادونو دوو اړخیزو اړیکو کې د ستایني وړ اقدام وباله.
علي‌رضا بیکدلي هیله څرګنده کړه چې د دواړو هېوادونو اړوند ارګانونه وتوانېږي، چې د ایراني حجاجو د لېږد بهیر په بریا سره پای ته ورسوي.