د روسيې سفیر په دې ملاقات کې د روسیې د حکومت هغه پرېکړه رسماً ابلاغ کړه چې پر بنسټ يې د روسيې فدراسيون د افغانستان اسلامي امارت په رسمیت پېژني.
ښاغلي سفیر د دې پرېکړې اهمیت په ګوته کړ او دا یې د افغانستان او روسیې تر منځ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره تاریخي ګام وباله.
د هیواد د بهرنیو چارو وزیر د روسیې فدراسیون د دغې پرېکړې هرکلی وکړ او دا یې د دواړو هېوادونو تر منځ د مثبتو اړیکو، متقابل درناوي او رغېدونکي تعامل نوې مرحله وبلله.
مولوي امیر خان متقي زیاته کړه چې د روسیې فدراسیون دغه واقعبينانه پرېکړه به د دواړو هېوادونو د اړیکو په تاریخ کې د یوه مهم پرمختگ په توگه ياده وي او د نورو هېوادونو لپاره د ورته اقدام لپاره یوه ښه بېلگه رامنځ ته کوي.
د بهرنيو چارو وزير زياته کړه، چې له دې اقدام سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ دوې اړخيزې همکارۍ لا پراخې شي.