د ا.ا.ا. د بهرنيو چارو وزير محترم مولوي امير خان متقي په استانبول کې د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنيو چارو وزيرانو د ۵۱مې ناستې په څنډه کې د پاکستان اسلامي جمهوریت د لومړي وزير مرستيال او د بهرنيو چارو وزير محترم محمد اسحاق ډار سره وکتل.
په دې ناسته کې دواړو لوريو پر دوو اړخيزو اړيکو، سيمه ييزو پروژو او دوه اړخيز تجارت او ټرانزيټ خبرې وکړې.
د هېواد د بهرنيو چارو وزير د دواړو هيوادونو د ديپلوماتيکو اړيکو د کچې له لوړېدو سره هيله څرگنده کړه چې دوو اړخيزو اړيکو کې عملي همکارۍ لا پراخې شي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير هم ټينگار وکړ چې دواړه هېوادونه وکولای شي د افغان ټرانس د پراختيا په څېر سترو پروژو کې عملي پرمختگ وکړي.
همداراز په دې ناسته کې د افغانستان، پاکستان او چين د بهرنيو چارو وزيرانو د ډيالوگ پر راتلونکې ناسته چې په کابل کې به ترسره شي، خبرې وشوې.