د بهرنيو چارو وزير له خپل ترکي سیال سره وکتل

د ا.ا.ا. د بهرنيو چارو وزير محترم مولوي امير خان متقي په استانبول کې د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنيو چارو وزيرانو د ۵۱مې ناستې په څنډه کې د ترکيې جمهوريت د بهرنيو چارو وزير ښاغلي هاکان فيدان سره وکتل.

ناسته کې دافغانستان او ترکيې پر دوو اړخيزو اړيکو او سيمه‌ييزو مسايلوخبرې وشوې. په سر کې د هېواد د بهرنيو چارو وزير وويل، ترکيه د ا.ا.ا. په بهرني سياست کې ځانگړی ځای لري او د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوو اړخيزو اړيکو د کچې له لوړیدو سره بايد دوې اړخيزې همکارۍ لا زياتې شي.

د ترکيې د بهرنيو چارو وزير هم پر خپل وار افغانستان سره اړيکې د ترکيې لپاره مهمې وبللې او گڼو برخو کې يې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاريو پر پراختيا ټينگار وکړ.